کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۵): د عراق د لومړي وزیر دفتر ویلي، بغداد له واشنګټن سره مستقیمې خبرې کوي څو د دغه هېواد یو شمېر هوايي ډګرونه د امریکا د خزانې وزارت له وروستي اقدام څخه معاف شي؛ هغه اقدام چې له مخې یې د ایران د هوايي شرکتونو الوتنو ته خدمتونه یا اسانتیاوې برابروونکي هوايي ډګرونه د بندیزونو له ګواښ سره مخ کېږي. الجزیرې راپور ورکړی چې د عراق د لومړي وزیر علي الزیدي دفتر نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو خبرو موخه د داسې معافیت ترلاسه کول دي چې د بشري دلایلو له مخې د الوتنو زمینه برابره کړي؛ په دغو دلایلو کې درملنه، زدهکړې، زیارتي سفرونه او نورې ملکي اړتیاوې شاملې دي. په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي: «په داسې حال کې چې د عراق حکومت په سیمه کې د کړکېچ د کمولو هڅه کوي، ټینګار کوي چې د بحرانونو دوام وضعیت لا پېچلی کوي او له ټولو لورو غواړي چې د داسې حللارو د موندلو لپاره خبرې او مذاکرات وکړي چې روان بحران او شخړې پای ته ورسوي او د سیمې د هېوادونو او خلکو ګټې خوندي کړي.» دا په داسې حال کې ده چې پژواک مخکې راپور ورکړی و چې د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، د سپټمبر له ۲۳مې وروسته هغو شرکتونو ته چې ایراني هوايي شرکتونو ته خدمات…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
عراق د ایران د هوايي شرکتونو الوتنو لپاره د امریکا له بندیزونو د معافیت غوښتنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
عراق د ایران د هوايي شرکتونو الوتنو لپاره د امریکا له بندیزونو د معافیت غوښتنه وکړه