پاکستانی سیاستوال، مشاهد حسین سید، وایي د افغانستان د شوروي ضد جګړې یوه مهمه پایله دا وه چې پاکستان له رامنځته شوي وضعیت څخه په استفادې خپل اټومي پروګرام مخته یووړ او په پای کې په اټومي ځواک بدل شو. شهباز شریف د جمعې ورځې په ناوخته (د تلې ۳مه) په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې دغه وسلهوالې ډلې په افغانستان کې دننه پټنځایونه لري او غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او لاسوهنې باید سمدستي او په بشپړه توګه ودرول شي. شهباز شریف په خپلو خبرو کې وویل: «د افغانستان خاوره د ټيټيپي او بياېلاې له خوا کارول کېږي. دغه ډلې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا تمویلېږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او هدف یې د پاکستان بېثباته کول دي». نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي او داسې پرېکنده او د تایید وړ ګامونه پورته کړي، چې دا ډاډ ترلاسه شي د افغانستان خاوره به بیا هېڅکله د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد نهکارول کېږي. د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر درناوي ټینګار وکړ او پرې د طالبانو لګېدلي بندیزونه یې وغندل. شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان قربانیو ته په اشارې سره وویل، چې له…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
مشاهد حسین: د افغانستان جګړې پاکستان اټومي ځواک ته ورساوه
منابع
Afghan sources
مشاهد حسین: د افغانستان جګړې پاکستان اټومي ځواک ته ورساوه