د سویډن د بهرنیو چارو وزیره وايي، افغان او سویډنۍ ښځو په ۱۹۱۹ کال کې په یوه کال کې د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ، خو له یوې پېړۍ ډېر وخت وروسته په دواړو هېوادونو کې د ښځو د ازادۍ ترمنځ توپیر «د پام وړ او خواشینوونکی» دی. د افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه او لوړپوړی خبریال فخر کاکاخېل وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کړکېچ ښايي لا نور هم زیات شي، ځکه د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري. کاکاخېل وایي، هر هېواد خپلې موخې، ګټې او امنیتي محاسبې لري او د نړیوال سیاست په ډګر کې د هېوادونو دریځونه د وخت له بدلون سره بدلېږي. د نوموړي په وینا، یوه مهال داسې تصور موجود و چې طالبان د لویدیځ د یوې پروژې برخه دي، خو وروسته هماغه لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته کښېناستل. هغه وایي، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو هم د طالبانو د جګړې پر مهال له هغوی سره اړیکې او مرستې لرلې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو هېوادونو موخې بدلې شوې دي. کاکاخېل د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له مهمو عواملو څخه بولي.د هغه په وینا، که کډوالو ستنول یوازې د پاکستان پرېکړه وای، نو پوښتنه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د سویډن د بهرنیو چارو وزیره: افغان او سویډنۍ ښځو په یوه وخت د رایې اچونې حق ترلاسه کړی وو
منابع
Afghan sources
د سویډن د بهرنیو چارو وزیره: افغان او سویډنۍ ښځو په یوه وخت د رایې اچونې حق ترلاسه کړی وو