کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۵): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمدامین جان عمري د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړۍوال ډیجیټلي فورم کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمدامین جان عمري د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړۍوال ډیجیټلي فورم کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراتیف هېواد پلازمېنې مسکو ته سفر وکړ. هغه زیاته کړې، په دغه پلاوي کې د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي رییس استاد عبدالرحمن صافی هم شامل دی. د هغه په خبره، په دغه فورم کې به چې په مسکو کې جوړېږي، د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړۍوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوجۍ متخصصین او د خصوصي سکټور استازي ګډون وکړي. هغه ویلي، په فورم کې به د ډیجیټلي ټکنالوجۍ د پراختیا، ډیجیټلي حکومتولۍ، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي زیربناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوجۍ برخه کې د همکاریو په اړه بحثونه وشي. الکوزي ویلي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پلاوی به په دغه فورم کې د افغانستان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور تجربې، لاستهراوړنې او د ډیجیټلي تحول برخه کې ترسره شوي اقدامات شریک کړي. د هغه په خبره، د فورم په څنډه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د مخابراتو وزارت یو پلاوی په نړۍوال ډیجیټلي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ
سرچینې
Afghan sources
د مخابراتو وزارت یو پلاوی په نړۍوال ډیجیټلي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ