Summary: د بادغیس ولایت د مرکز قلعهنو ښار اړوند په کندلان سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۴۵ کلنه قومي شخړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د شخړو د حل شورا په منځګړیتوب د دواړو لورو په هوکړه پای ته ورسېده. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دغه شخړه شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې د یوې مرموزې وژنې له امله د حاجي عبدالحکیم او عبدالواسع کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ پراخ اختلافات او دښمنۍ رامنځته شوې وې. په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د بادغیس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمدقاسم ضمیر، قومي مشرانو او سپینږیرو ګډون کړی و، چې دواړو لورو په خپله خوښه د شخړې د حل واک د شخړو د حل شورا او سپینږیرو ته وسپاره. د خبرو او منځګړیتوب په پایله کې دواړو لورو یو بل ته بښنه وکړه. د دغې روغې جوړې له مخې، دواړو لورو ژمنه وکړه چې له یو بل سره به له هر ډول دعوې او دښمنۍ ډډه کوي او خپل ژوند به په سوله، ورورولۍ او متقابل درناوي کې تېروي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بادغیس کې ۴۵ کلنه قومي شخړه پای ته ورسېده