EconomyKabulافغانستاندری

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی بلاروس ته ولاړ — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-29 10:27:48🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ، د بلاروس په دویم نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغه سفر په ترڅ کې له نړیوال صنعتي نندارتون څخه لیدنه وکړي او د ګډون کوونکو هېوادونو په عمومي غونډه کې هم ګډون وکړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړی به همدارنګه د بلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري. په خبرپاڼه کې راغلي چې عزیزي به په دغو لیدنو کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، صنعتي او کرنیزو همکاریو، پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر نویو فرصتونو خبرې وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، تمه ده چې دغه سفر د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صنعتي همکاریو د زیاتوالي او د پانګونې د جذب لپاره زمینه برابره کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-29 10:27:48

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی بلاروس ته ولاړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-29 14:55:57

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی بلاروس ته ولاړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button