افغانستانامنیتخوستدری

نیمروز کې د انسانانو د قاچاق په تور پنځه کسان نیول شوي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-29 11:32:04🎙 رادیو را بشنوید

زرنج (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې یې د ۲۷۰ مسافرو چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول له هېواده بهر ولاړ شي، مخه نیولې او پنځه قاچاقبران هم نیول شوي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل‌محمد «قدرت» وویل، د زرنج ښار د درېیمې امنیتي حوزې ځواکونو د دغه ښار په «معلم اختر» کلي کې د مسافرو د قاچاق درې پټنځایونه موندلي دي. هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې د ۱۱۰ هغو مسافرو د قاچاق مخه نیول شوې چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول له هېواده ووځي او د دې قضیې په تړاو درې کسان نیول شوي دي. د قدرت په خبره چې په عملیاتو کې له قاچاقبرانو دوه ټویوټا موټر هم ضبط شوي دي. نوموړي د یوې بلې پېښې په اړه وویل چې د زرنج ښار د درېیمې امنیتي حوزې ځواکونو د «ده مالدارانو» او «سردشت» سیمو کې هم د سلګونو مسافرو د قاچاق مخه نیولې ده. قدرت زیاته کړه چې یوازې پرون د ۱۶۰ مسافرو د قاچاق مخه نیول شوې او د دې قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي. هغه وویل، په دغو عملیاتو کې دوه ټویوټا او «خوستي» ډوله موټر او یوه موټرسایکل هم درول شوي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې نیول شوي کسان…

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-29 11:32:04

خط زمانی

  1. Pajhwok

    نیمروز کې د انسانانو د قاچاق په تور پنځه کسان نیول شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-29 15:58:59

نیمروز کې د انسانانو د قاچاق په تور پنځه کسان نیول شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button