Kabulافغانستانامنیتدری

د امریکا سنا د فلسطین د لوېدیځې غاړې په اړه د راپور غوښتنې… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-30 07:27:04🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د امریکا سنا هغه پرېکړه‌لیک رد کړ چې له مخې یې باید د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د نهو امریکایانو د وژل کېدو او په اسراییلي پوځي توقیف کې له فلسطیني ماشومانو سره د چلند په اړه کانګرس ته راپور ورکړی وای. الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پرېکړه‌لیک د دیموکرات سناتور کریس وان هولن له خوا وړاندې شوی و؛ د امریکا د سنا د رسمي ثبت له مخې، د هغه د مخته وړلو غوښتنه په ۴۷ موافقو او ۵۱ مخالفو رایو رد شوه. سرچینه لیکي چې د پرېکړه‌لیک په متن کې د اسراییلو د حکومت له لوري د حساب‌ورکونې د نشتوالي او د وژل شویو امریکایانو لپاره د عدالت د تامین په برخه کې د امریکا د هڅو د ناکامۍ یادونه شوې وه. د راپور له مخې، که دغه پرېکړه‌لیک تصویب شوی وای، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به مکلف و چې په ۳۰ ورځو کې یو غیرمحرم راپور کانګرس ته وړاندې کړي. په دغه راپور کې به د نهو امریکايي اتباعو د وژل کېدو د قضیو د څېړنو ترڅنګ، په اسراییلي زندانونو کې د امریکايي اتباعو او په پوځي توقیف کې د فلسطیني ماشومانو د وضعیت په اړه معلومات شامل وو. په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ راهیسې په اشغال شوې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-30 07:27:04

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د امریکا سنا د فلسطین د لوېدیځې غاړې په اړه د راپور غوښتنې پرېکړه‌لیک رد کړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-30 11:53:26

د امریکا سنا د فلسطین د لوېدیځې غاړې په اړه د راپور غوښتنې پرېکړه‌لیک رد کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button