Kabulافغانستانامنیتدری

بدخشان کې د یوه ماشوم د تښتونې په تور دوه کسان نیول شوي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-30 10:34:58🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، دوه انسان‌تښتوونکي چې د ننګرهار له مرکز جلال‌اباد ښاره یې یو ۱۲ کلن ماشوم تښتولی و، د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې نیول شوي دي. د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان یو یې د لغمان او بل یې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي او تورن دي چې د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی ۱۲ کلن جواد یې تښتولی او بدخشان ولایت ته یې انتقال کړی و. سرچینه زیاتوي، تښتول شوی ماشوم د کشفي عملیاتو په ترڅ کې روغ رمټ له شکمنو کسانو ژغورل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت لیکلي، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-30 10:34:58

خط زمانی

  1. Pajhwok

    بدخشان کې د یوه ماشوم د تښتونې په تور دوه کسان نیول شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-30 15:03:52

بدخشان کې د یوه ماشوم د تښتونې په تور دوه کسان نیول شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button