Economyافغانستاندریغزني

سلګونه محصلين د غزني پوهنتون له بېلابېلو څانګو څخه فارغ شول — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyغزني1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-30 17:14:32🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د غزني پوهنتون د پنځو پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه ۳۷۶ محصلين فارغ شول. باختر اژانس ته د لوړو زده کړو وزارت د وياند دفتر د معلوماتو له مخې؛ د يادو محصلينو په فراغت‌غونډه کې، د غزني پوهنتون رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت مقام، د هېواد په پوهنتونونو کې دیني او عصري علومو او څېړنیزې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او د غزني پوهنتون محصلان په اسلامي روحیه او د ټولنې له اړتیاوو سره سم روزل شوي دي. دغه راز، د افغان ټیلي‌کام اداري مرستیال مولوي اسدالله فیضاني، ویلي دي: "دا مجلس د خیر او برکت مجلس دی چې نن زموږ ټولنې ته متخصص او په اسلامي روحیې سمبال ځوانان وړاندې کېږي." هېره دې نه وي چې يادو محصلينو د ښوونې او روزنې، شرعیاتو، ژبو او ادبیاتو، کرنې او اقتصاد پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

اطلاعات کوتاه

مکانغزني
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-30 17:14:32

خط زمانی

  1. Bakhtar

    سلګونه محصلين د غزني پوهنتون له بېلابېلو څانګو څخه فارغ شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-30 15:18:28

سلګونه محصلين د غزني پوهنتون له بېلابېلو څانګو څخه فارغ شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button