Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په بهير کې؛ د سرطاني ناروغيو د درملنې او راډیولوژۍ له ملي مرکز څخه لیدنه کړې ده. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې لیدنې پر مهال په سرطان د اخته ناروغانو د تشخیص او درملنې خدمتونو، څېړنیزو فعالیتونو، د راډیولوژۍ عصري ماشینونو د کارونې او ساتنې بهیر او همدا رنګه د مرکز د طبي امکاناتو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شول. د هېواد د عامې روغتيا وزير ویلي دي: "د سرطاني ناروغیو د پېښو زیاتېدو له امله د دغو ناروغیو د مخنیوي، ژر تشخیص او اغېزمنې درملنې لپاره؛ د معیاري روغتیايي خدمتونو پراختیا اړینه ده." هغه زیاته کړې چې افغانستان غواړي د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې د نورو هېوادونو له تجربو، علمي معلوماتو او پرمختللو طبي امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې؛ په سرطان اخته ناروغانو ته د معیاري تشخیص او درملنې لا ښه زمینه برابره کړي. د بېلاروس د سرطاني ناروغيو د درملنې او راډیولوژۍ ملي مرکز مسئولینو هم، د سرطان د درملنې او راډیولوژۍ په برخو کې د شته امکاناتو، عصري تجهیزاتو او څېړنیزو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او د علمي او مسلکي تجربو شريکولو په برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د يادونې وړ ده چې ياد مرکز په سرطان د اخته ناروغانو د درملنې ترڅنګ؛ په روغتیايي او طبي څېړنو کې هم فعالیت کوي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د عامې روغتیا وزیر: افغانستان غواړي په سرطان اخته ناروغانو ته د معیاري تشخیص او درملنې لا ښه زمینه برابره کړي
Sources
Afghan sources
د عامې روغتیا وزیر: افغانستان غواړي په سرطان اخته ناروغانو ته د معیاري تشخیص او درملنې لا ښه زمینه برابره کړي