په جیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډې پر مهال د افغانستان دایمي استازولۍ د اسراییل له لوري د نړیوال بشردوستانه قانون او بشري حقونو سرغړونې په کلکه وغندلې او د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو په ملاتړ یې د افغانستان پر پخواني دریځ ټینګار کړی. ژاو شینګ «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي؛ د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي» تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې د خپلې درې کلنې دندې پر مهال یې په نویو شرایطو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرلهپسې پرمختګ شاهد و او له نږدې یې له افغان ټولنې سره بلدتیا پیدا کړې ده. د هغه په وینا، چین او افغانستان د جغرافیایي او تاریخي اړیکو له امله تل دوستانه ګاونډیان پاتې شوي او چین د افغانستان له ټولو خلکو سره د دوستۍ پر بنسټ سیاست تعقیب کړی دی. د چین سفیر ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته، بیجینګ له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې خپل سفیر یې کابل ته واستاوه. هغه زیاته کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو در یاست الوزرا مرستیال، د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو یېچین ته سفرونه کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» هم…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولي: د فلسطین د خپلواک دولت جوړېدنې ملاتړ مو دریځ دی
Sources
Afghan sources
په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولي: د فلسطین د خپلواک دولت جوړېدنې ملاتړ مو دریځ دی