DevelopmentKabulافغانستانپښتو
د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۶۲ افغانان هېواد ته راستانه شول — Pajhwok
کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۶۲ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۳۰۵ کسان د تورخم او ۵۷ نور د سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینه زیاتوي چې یاد شمېر افغانانو په پاکستان کې د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-01 06:53:32
مهالوېش
-
Pajhwok
د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۶۲ افغانان هېواد ته راستانه شول
سرچینې
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-01 11:22:28
د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۶۲ افغانان هېواد ته راستانه شول