د طالبانو د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې خبر ورکړی، چې تر دې مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې ۷زره او ۱۰۲ ستنو شویو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي. یادې کمېټې ویلي، چې دغه لړۍ لاهم روانه ده. په راپور کې راغلي، د هرات ـ مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو مرکز ګرځېدلی او کولای شي افغانستان د ایران، منځنۍ اسیا، چین او ترکیې ترمنځ په یوه مهم ترانزیټي پل بدل کړي.د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال په جون میاشت کې د طالبانو د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوي ایران ته سفر کړی و او هلته یې د هرات ـ مزارشریف رېل پټلۍ د تخنیکي مشخصاتو، مالي سرچینو او د عملي کېدو پړاوونو په اړه خبرې کړې وې. راپور کاږي، د بلخ او هرات ولایتونو ترمنځ د نوې رېل پټلۍ د جوړېدو اټکلي لګښت ۷۸۰ مېلیون ډالره دی او افغان سوداګریزو بانکونو هم په دې پروژه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. د راپور له مخې، ایراني شرکتونه د افغانستان د کاني سرچینو په پراختیا کې د ونډې اخیستو په بدل کې د دغه رېل پټلۍ د جوړولو چارې پر مخ وړي. د هرات ـ مزارشریف پټلۍ د خواف ـ هرات د اوسني رېل مسیر غځونه ګڼل کېږي او د «پنځو هېوادونو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د مېلیونونه کډوالو ستنېدنه؛ طالبان وایي تر دې دمه تر ۷۳زره زیاتې استوګنیزې نمرې وېشل شوې
سرچینې
Afghan sources
د مېلیونونه کډوالو ستنېدنه؛ طالبان وایي تر دې دمه تر ۷۳زره زیاتې استوګنیزې نمرې وېشل شوې