Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت وايي چې د دغه وزارت له لوري د تېرې يوې مياشتې په بهير کې؛ د درملو او روغتیايي محصولاتو څه باندې درې زره نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوې دي. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ لمريز کال په سنبلې میاشت کې؛ په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې چې ۳۳۱۸ د درملو، ۱۱۶ د خوړو او ۳۰ د اوبو نمونې وې؛ راټولې کړې او تر لابراتواري ازموینو لاندې يې نیولې دي. له ازمویل شویو نمونو څخه ۳۱۴۴ مثبتې او ۱۰۹ نمونې منفي تثبیت شوې، ۴۲ نمونې بېرته مستردې او ۱۶۹ د درملو نمونې د بیا اروزنې لپاره ثبت شوې دي." د یادونې وړ ده چې په همدې موده د يادو لابراتواري خدمتونو له لارې؛ درې میلیونه ۸۷۴ زره ۴۱۸ افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
تېره میاشت؛ د درملو او روغتیايي محصولاتو څه باندې درې زره نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوې دي
منابع
Afghan sources
تېره میاشت؛ د درملو او روغتیايي محصولاتو څه باندې درې زره نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوې دي