Healthافغانستانپښتوسمنګان

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه ټپیان شوي — Bakhtar

روان خبرHealthسمنګان1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-01 17:23:51🎙 راډیو واورئ

Summary: د سمنګان ولایت په کوز دره‌ صوف ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوې ماشومې په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي. د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه د کوز دره‌ صوف ولسوالۍ د زاغ او چبچل سیمو ترمنځ د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان د کوز دره‌ صوف ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د منسوبینو له لوري روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.هغه زیاته کړې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي او چټکتیا بلل شوې ده.

لنډ معلومات

ځایسمنګان
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-01 17:23:51

مهالوېش

  1. Bakhtar

    سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-01 07:50:27

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button