افغانستانامنیتپښتوهلمند

د افغان فعالانو ګډه اعلامیه؛ پر کونړ او هلمند هوايي بریدونه د ملي… — Af Now

روان خبرSecurityهلمند1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-02 01:55:55🎙 راډیو واورئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، د پنجشنبې په ورځ د کونړ او هلمند ولایتونو په ځینو سیمو کې د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. یوناما په اېکس کې په یوه اعلامیه کې ویلي، د وژل شویو ډېری کسان ماشومان دي او ملکي وګړي لا هم د سرحدي نښتو له امله اغېزمنېږي. دغه دفتر یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمولو، خبرو اترو، د نړیوالو قوانینو د درناوي او ملکي وګړو ته د لا زیان د مخنیوي غوښتنه کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، پاکستاني الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې د ملکي خلکو پر کورونو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان وژل شوي، ۱۱ نور ټپیان او درې کورونه ویجاړ شوي دي. بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي چې د «غضب‌للحق» عملیاتو په دوام کې یې په افغانستان کې د «فتنه خوارج» او «فتنه هندوستان» په نوم د ډلو پر پټنځایونو او خوندي مرکزونو په دوو سیمو کې «پلان شوي او دقیق» هوايي بریدونه کړي دي.

لنډ معلومات

ځایهلمند
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-02 01:55:55

مهالوېش

  1. Parstoday

    پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ یوناما د ۱۰ ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-02 01:52:58

پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ یوناما د ۱۰ ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button