د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، سرپرست وزیر امیرخان متقي به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې کې د ګډون لپاره د اکتوبر په ۵مه روسیې ته سفر وکړي. د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، متقي به د روسیې په رسمي بلنه په غونډه کې ګډون او وینا وکړي او له روسي چارواکو او د ځینو نورو هېوادونو له استازو سره به دوه اړخیزې لیدنې هم ولري. د راپورونو له مخې، په غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې استازي ګډون وکړي. تمه ده په دې ناسته کې له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې وشي. د روسیې د چارواکو په وینا، د غونډې په پای کې به ګډه اعلامیه هم خپره شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
متقي د مسکو فارمټ غونډې لپاره روسیې ته ځي