EconomyKabulافغانستاندری

تېره مياشت د افغانستان رېل‌پټليو له لارې څه باندې ۷۹۰ زره ټنه انتقالات… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-03 09:18:28🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): د ټولګټو وزارت وايي، په وږي میاشت کې د هېواد د رېل‌پټليو له لارې ټولټال ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن (شنبه) پر خپله ایېکس‌پاڼه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې له دې ډلې ۵۲۵ زره او ۶۶۸ ټنه توکي د حیرتان بندر، ۶۴ زره او ۵۵۵ ټنه د اقینې بندر، ۵۸ زره او ۹۲۴ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۱۴۱ زره او ۵۹۴ ټنه د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي. هغه زیاته کړې چې په وږي میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلیو له لارې ۳ زره او ۷۴۴ ټنه ګاز لرونکي مشروبات، ممیز او معدني ډبرې صادر شوي دي. نوموړي ویلي، د اوسپنې پټلیو له لارې د انتقالاتو زیاتوالی کولای شي د کاري فرصتونو او ملي عوایدو زیاتېدو زمینه برابره کړي او د هېواد له اقتصادي ودې او ځان‌بسياینې سره مرسته وکړي. حق‌شناس زیاته کړې چې اسلامي امارت د انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-03 09:18:28

خط زمانی

  1. Pajhwok

    تېره مياشت د افغانستان رېل‌پټليو له لارې څه باندې ۷۹۰ زره ټنه انتقالات شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-03 13:47:21

تېره مياشت د افغانستان رېل‌پټليو له لارې څه باندې ۷۹۰ زره ټنه انتقالات شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button