د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي وايي، طالبان چې پخوا یې خپل دیني مشروعیت تر ډېره په پاکستان کې له دیني مدرسو او عالمانو څخه ترلاسه کاوه، اوس د همدغو جریانونو له مخالفت او فتواوو سره مخ شوي دي. د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور چې د افغانستان- چین د ترانزیټي سړک واخان د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولی وویل،«ځینې وخت زموږ ځینې وروڼه احساساتي کېږي او وايي چې ورځني بمبارۍ د څه لپاره دي؟ موږ باید دا نظام تر دې کچې جوړ کړو چې پر ځان بسیا شو او وکولای شو له هر افغان څخه داسې دفاع وکړو چې زیان رسوونکی کس په خپل هېواد کې خنثی کړو». نوموړي وویل، چې ددوی اداره دمګړۍ په ځان بسیا نه ده. هغه زیاته کړه، « موږ داسې کار کوو چې هم د افغانانو انتقام واخیستل شي او هم وضعیت دې ځای ته ونه رسېږي چې وینې تویې شي، جنازې روانې وي او هدف معلوم نه وي. دا په اسلام کې ناروا دي». منصور د واخان پروژې په اړه ویلي چې د طالبانو اقتصادي پالیسي «ډېره شفافه» ده او پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې ورکول کېږي. منصور تېر جمهوري نظام ته په اشارې وویل چې په هغه وخت کې به په سترو پروژو کې وزیر، معین او هم والي شریکان وو. نوموړي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
فضل احمد معنوي: طالبان د خپلو پخوانیو دیني ملاتړو له مخالفت او فتواوو سره مخ شوي
منابع
Afghan sources
فضل احمد معنوي: طالبان د خپلو پخوانیو دیني ملاتړو له مخالفت او فتواوو سره مخ شوي