Summary: د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند په لویه کلا سیمه کې د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې د ډانیډا موسسې په مالي ملاتړ بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي شیخ انعامالله صلاحالدین لرې پرتو سیمو کې د اړینو پراختیايي پروژو پلي کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو وبلل او ویې ویل، چې اوس مهال په لوګر کې د ابادۍ په برخه کې ګڼې پروژې روانې دي. د لوګر د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله حکمت د یادې پروژې د ساتنې په برخه کې د خلکو پاملرنه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې د دې پروژې ترڅنګ د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو سړکونو پروژې هم د دغه ولایت بېلابېلو سیمو لپاره منظورې شوې، چې په نږدې ورځو کې به یې د جوړولو چارې پیل شي. بلخوا، د برکي برک ولسوال مولوي نورالله غالب د یادې پروژې د بشپړېدو مبارکي د سیمې اوسېدونکو ته وړاندې کړه او ویې ویل، چې د اسلامي امارت ټول امکانات د ولسونو په خدمت کې دي. د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ډانیډا موسسې په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه ۲۹ زره افغانیو په لګښت د اوو میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده، چې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه، د ۴۰ متره مکعب اوبو په ظرفیت د یوې ذخیرې، ۱۶۰ کور په کور نلکو، ۸ زره ۹۵۰ مترو پایپونو، د ۲۷۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیسټم او احاطوي دېوال جوړول پکې شامل دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
لوګر کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
Sources
Afghan sources
لوګر کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې