Summary: د نورستان ولایت د مرکز پارون اړوند په پرونس کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه پروژه کې د یوې څاه کېندل د یوې ذخیرې جوړول او د ۴ زره ۴۰ متره په اوږدوالي د پایپ لاین غځول هم شامل دي.نوموړی وایي، چې د یادې شبکې پر مټ یادې سیمې ۱۸۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې شبکې په جوړېدو خوښ دي او وایي، چې د یادې شبکې په جوړېدو سره به یې د څښاک اوبو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
اطلاعات کوتاه
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-10-06 05:52:06
خط زمانی
-
Bakhtar
نورستان کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې