کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي تفاهم ترڅنګ، د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او انرژۍ برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره وکتل. خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي تفاهم ترڅنګ، د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او انرژۍ برخو کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې وشوې. سرچینه زیاتوي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د مثبت مسیر د یادونې ترڅنګ، د روسیې له رهبرۍ د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له امله مننه وکړه او ویې ویل چې موجود سیاسي تفاهم باید پر عملي اقتصادي شراکت بدل شي. د خبرپاڼې له مخې، متقي د سوداګرۍ د پراختیا، ترانزیټ او سیمهییز اتصال، په افغانستان کې د روسيې د پانګونې، انرژۍ او کانونو په برخو کې د ګډو همکاریو او د بانکي او تادیاتو برخو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. یاد وزارت لیکلي، الکسي اوورچوک د اقتصادي همکاریو برخه کې د روسیې چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې اوس د عملي…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
متقي: له روسیې سره موجود سیاسي تفاهم باید پر عملي اقتصادي شراکت بدل شي
Sources
Afghan sources
متقي: له روسیې سره موجود سیاسي تفاهم باید پر عملي اقتصادي شراکت بدل شي