Summary: د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو مدیریت له لوري د وارداتي تېلو له ارزونې، نمونهاخیستنې او کیفیت کنټرول وروسته، ۲۸ ټانکره ډیزل بېکیفیته تشخیص او بېرته ایران ته مسترد شول. د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمتالله طلحه باختر اژانس ته ویلي، چې دغه ۲۸ ټانکره ډیزل د موظف پلاوي له لوري د نمونهاخیستنې او کیفیت تر ارزونې وروسته بېکیفیته تشخیص شوي او بېرته ایران ته مسترد شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې یاد تېل د کنټرول او کیفیت ادارې په لابراتوارونو کې له بشپړې ارزونې وروسته ټیټ کیفیت ثابت شوي او له همدې امله بېرته مسترد شوي دي. د نیمروز د نفتو او ګازو عمومي مدیریت مسوولینو ویلي، چې دوه ورځې وړاندې هم ۲۸ ټانکره بېکیفیته تېل له ارزونې وروسته مسترد او بېرته ایران ته ګرځول شوي وو.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
نیمروز کې ۲۸ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول