د افغانستان د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمدفاضل مظلوم او د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د یو شمېر ایراني چارواکو په ملتیا د ایران او افغانستان ترمنځ د پولې دواړو غاړو ته له سرحدي تأسیساتو او د ترانزیټي چارو له بنسټونو لیدنه کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، دغه لیدنه د سرحدي ترانسپورټي تأسیساتو د وضعیت ارزونې، د ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي پروژو د تعقیب په موخه ترسره شوې ده. د دغه سفر په ترڅ کې، افغان پلاوي د نیمروز ولایت د زرنج بندر په سیمه کې د ورېښمو پله د سرحدي لارې له ترانسپورټي تأسیساتو لیدنه کړې ده. د سرپرست حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر او ورسره مل پلاوي همدارنګه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د ترانسپورټي فعالیتونو او بنسټیزو تأسیساتو څخه لیدنه کړې ده. د دغه سفر په دوام کې، دواړو لورو د سرحدي ترانسپورټي بنسټونو د پراختیا، د ترانزیټي ظرفیتونو د لوړولو، د موټرو د تګ راتګ د اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو څخه د لا ډېرې ګټې اخیستنې په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي دي. د دغو خبرو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
ایران او افغانستان د میلک په سرحدي لار کې د دویم پل د جوړولو په اړه د پخوانیو هوکړو تعقیب ترسره کړ
منابع
External sources
ایران او افغانستان د میلک په سرحدي لار کې د دویم پل د جوړولو په اړه د پخوانیو هوکړو تعقیب ترسره کړ