راشدخان او عظمتالله عمرزي د ایسيسي تازه درجهبندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي — Pajhwok
کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۵): د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجهبندۍ کې راشد خان د شلاوریزو او یو ورځنیو لوبو د توپاچوونکو او عظمتالله عمرزي د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجهبندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي دي. د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د توپاچوونکو په تازه درجهبندۍ کې راشدخان د ۷۱۴ نومرو په ترلاسه کولو یو ځل بیا په لومړي ځای کې راغلی دی. همدارنګه د شلاوریزو لوبو د توپاچوونکو په تازه درجهبندۍ کې راشدخان بیا د ۷۲۰ نومرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړی او پاکستاني ورو توپاچوونکي ابراراحمد بیا دویم مقام ترلاسه کړی دی. دغهراز، له دې مخکې راشدخان د شلاوریزو لوبو په درجهبندۍ کې په دویم او پاکستانی ابراراحمد په لومړي مقام کې و. د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو الروانډرانو درجهبندۍ کې د ۳۳۷ نومرو په ترلاسه کولو عظمتالله عمرزی یو ځل بیا په لومړي مقام کې راغلی دی. دغهراز عمرزی له دې مخکې هم د یو ورځنیو لوبو الروانډرانو درجهبندۍ کې په لومړي مقام کې و.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
راشدخان او عظمتالله عمرزي د ایسيسي تازه درجهبندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي
سرچینې
Afghan sources
راشدخان او عظمتالله عمرزي د ایسيسي تازه درجهبندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي