افغانستانامنیتپښتو

محسن نقوي: په افغانستان کې دامهال ۲۵ وسله‌والې ډلې فعالیت کوي — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-08 09:36:53🎙 راډیو واورئ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې، چې په افغانستان کې دامهال ۲۵ وسله‌والې ډلې فعالیت لري او دغه چاره د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي. نوموړي دغه څرګندونې په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په لیدنه کې کړې دي. د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مې د طالبانو پر لومړۍ واکمنۍ د القاعده مشر اسامه بن لادن ته د پناه‌ ورکړې او نورو سیاسي ناندریو له امله پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه شاوخوا ۲۰ کاله په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل پاتې شول او بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه په وتلو د جمهوري نظام د رانسکورېدو زمینه برابره کړه او ورسره طالبان بیا ځلي واک ته ورسېدل. د طالبانو یو لوړ پوړی غړی انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو په تړاو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه په یوه یادښت کې ویلي: «٧ اكتوبر كله چې پر افغانستان د امریکا یرغل پیل شو، ماشوم وم. ډېر څه مې نه درک کول، خو د ب ۵۲ الوتکې سپینې کرښې مې په اسمان کې لیدې. دې تجاوز د ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې ترې واخېستې، ډېر ماشومان ستر نه شول، په…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-08 09:36:53

مهالوېش

  1. AF International

    محسن نقوي: په افغانستان کې دامهال ۲۵ وسله‌والې ډلې فعالیت کوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-08 07:30:52

محسن نقوي: په افغانستان کې دامهال ۲۵ وسله‌والې ډلې فعالیت کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button