Economyافغانستاندری

د افغانستان د مالیې وزیر د ایران د انرژۍ له وزیر سره وکتل — Bakhtar

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-08 18:03:15🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند، نن د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ له وزیر عباس علي ابادي او مل پلاوي سره کتلي دي. باختر اژانس ته د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د اقتصادي او مالي مسایلو، د سوداګرۍ او ګمرکي ستونزو د حل او په دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او همدا رنګه د اوبو او برېښنا په برخو کې د دوه اړخیزو اسانتیاوو برابرولو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. د هېواد د مالیې وزیر د ایران اسلامي جمهوریت راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ هیله ښودلې چې دغه کتنه به د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا او د انرژۍ، سوداګرۍ، کرنې بانکي او مالي برخو کې له شته فرصتونو څخه د ښې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي. د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر هم ویلي چې پلاوی یې افغانستان ته د ورورلۍ له پیغام سره راغلی او غواړي په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره اړیکې پراخې او خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي. علي ابادي د ګمرکي اسانتیاوو، برېښنا او د اوبو د تصفیې په برخو کې د تخنیکي او مسلکي همکاریو د ترسره کولو او تخنیکي وسایلو د برابرولو ډاډ ورکړی دی. د کتنې په پای کې، د مالیې وزیر د ایران اسلامي جمهوریت پلاوي ته په اړوندو برخو کې د اړیکو د لا پراختیا، اصولي همکاریو او اړینو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی او یادونه یې کړې چې یو شمېر یاد شوي موضوعات دې د لا څېړولو او په اړوندو برخو کې د لازمو اقداماتو ترسره کولو په موخه؛ د ایران او افغانستان ګډ اقتصادي کمېسیون ناستې ته د بحث لپاره وړاندې شي.

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-08 18:03:15

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د افغانستان د مالیې وزیر د ایران د انرژۍ له وزیر سره وکتل

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-08 13:50:26

د افغانستان د مالیې وزیر د ایران د انرژۍ له وزیر سره وکتل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button