Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت، په ننګرهار کې د څه باندې ۱.۷ ميليونه ډالرو په لګښت د یوې پروژې چارو د بشپړېدو او بلې پروژې د چارو د پيل خبر ورکړی دی. باختر اژانس ته د ياد وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت په نازیانو او سپین غر ولسوالیو کې د اوبو مدیریت، د سېلابونو اوبو د مهار او د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه؛ د یوې پروژې چارې بشپړې شوې. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د نازیانو ولسوالۍ په پروژه کې ۱۲ چکډیمونه، ۱۱ کیلومتره کانالونه، د کارېزونو څلور سربندونه، پلونه، پلچکونه او ساتنيز دېوالونه شامل وو چې د يو ميليونه ۷۸۴ زره ۹۹۰ امريکايي ډالرو په لګښت يې چارې بشپړې شوې او د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا محمد یونس آخندزاده له خوا ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. دغه راز د يو ميليونه ۹۹۷ زره ۳۸۴ امريکايي ډالرو په لګښت د سپین غر ولسوالۍ په چلګزي سیمه کې د ۱۳ چکډیمونو او تالابونو، انتقالي کانالونو او د یوه کارېز د بیارغونې پروژې چارې د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا محمد یونس آخندزاده صاحب له لوري پيل شوې دي. ويل شوي چې یادې پروژې د جاپان د سولې طبي خدمات (پياماس) مؤسسې په مالي ملاتړ او د اوبو او انرژۍ وزارت تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي چې په تطبيق سره به يې د سېلابونو اوبه مهار او زېرمه شي؛ د اوبو د منظم لېږد زمینه به برابره او د سیمې د بزګرانو لپاره به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
ننګرهار؛ د څه باندې ۱.۷ ميليونه ډالرو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې
Sources
Afghan sources
ننګرهار؛ د څه باندې ۱.۷ ميليونه ډالرو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې