د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) ویلي، چې د بلخ ولایت د حیرتان په دوه لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک د صنعتي ودې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د پانګونې د پراختیا او د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره په شاوخوا ۲۲ زره او ۲۷۳ جریبه ځمکه کې طرحه شوی، چې د صنعتي، سوداګریزو، خدماتي او بنسټیزو اړتیاوو لپاره پراخه او منظمې ساحې پهکې په پام کې نیول شوې دي. سرچینه زیاتوي، په دغه پلان کې د بېلابېلو صنایعو لپاره ۱۵ ځانګړي صنعتي زونونه په پام کې نیول شوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ، نساجۍ او فرنیچر، برېښنايي وسایلو، خوراکي توکو، د مېوو پروسس، د درملو او روغتیايي توکو، پلاستیک، پایپ او پيويسي، کیمیاوي موادو، ودانیزو توکو او د اوسپنې ویلې کولو او فولادو په ګډون بېلابېلې صنعتي برخې به پهکې ځای پر ځای شي. د وزارت په وینا، په دې طرحه کې د صادراتو او وارداتو لپاره ځانګړې او منظمه ساحه په پام کې نیول شوې، چې د حیرتان د ستراتیژیک موقعیت او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو له اهمیت سره سم، د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابروي. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت همداراز ویلي، چې د کابل په بتخاک سیمه کې د «تمیم انصار»…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ترکمنستان: د ټاپي ګازو نللیکې لومړۍ برخه به د ۲۰۲۶کال ترپایه بشپړه شي
سرچینې
Afghan sources
ترکمنستان: د ټاپي ګازو نللیکې لومړۍ برخه به د ۲۰۲۶کال ترپایه بشپړه شي