د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر نیکولا بلومو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام، د همکاریو پر پراختیا او له نشهیي توکو سره پر مبارزې بحث کړی دی. حقاني په افغانستان کې د نیکولا بلومو د ماموریت له پیله هرکلی کړی او د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ یې اړیکې مثبتې بللې دي. د لیدنې په پای کې د دواړو خواوو ترمنځ پر تعامل او د همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.
Quick facts
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-09 10:06:18
Timeline
-
Parstoday
سراجالدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
Sources
External sources
ParstodayPS
2026-10-09 09:58:01
سراجالدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل