Summary: د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د ګرشک ولسوالۍ په جانان هاشمي لوبغالي کې د لومړي ځل لپاره د «ښوراب حماسه» تر سرلیک لاندې ولسي مشاعره جوړه شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې مشاعره کې د هلمند سیمهییزو مسوولینو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امانالله مستغفر، علماوو، شاعرانو، لیکوالانو، نعت ویونکو، ترانه ویونکو او د بېلابېلو ولایتونو سلګونو ځوانانو ګډون کړی و. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر مولوي حیاتالله یوسف د ښوراب (باسټن) پوځي اډې د تاریخي او ستراتیژیک اهمیت، د بهرنیو ځواکونو د حضور او د دغې اډې پر وړاندې د ترسره شویو بریدونو په اړه معلومات وړاندې کړل. همداراز، د ښوراب د عملیاتو رهبر ملا نعمتالله حاجي عبدالله د یادو عملیاتو او د خپلو ملګرو د قربانیو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل، چې د شهیدانو د کورنیو حقونو او غوښتنو ته پاملرنه وکړي. د مشاعرې په لړ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو او د هلمند له ولسوالیو څخه راغلو شاعرانو خپل شعرونه، نعت ویونکو نعتونه او ترانه ویونکو ترانې وړاندې کړې. دغه راز، یو شمېر شاعرانو او مسوولینو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امانالله مستغفر له شاعرانو او لیکوالانو وغوښتل، چې د هېواد تاریخ، د شهیدانو قربانۍ او د کونډو او یتیمانو ستونزې په خپلو ادبي اثارو کې منعکس کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هلمند؛ په ګرشک کې د «ښوراب حماسه» تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوه
Sources
Afghan sources
هلمند؛ په ګرشک کې د «ښوراب حماسه» تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوه