EconomyKabulافغانستانپښتو

د افغانستان او ایران ترمنځ د ۴۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-10 12:10:27🎙 راډیو واورئ

کابل – د افغانستان او ایران خصوصي سکټورونو د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې، په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ۴۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل. زمونږ د خبریال له راپور سره سم، دغه هوکړه‌لیکونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د همکاریو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوي دي. په همدې مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې د دواړو هېوادونو استازو د انرژۍ، صنعت، کانونو، کرنې او ګډې پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، سید کریم هاشمي، په دې کنفرانس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د دوام او د اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی شو. نوموړی زیاتوي چې افغانستان د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا غونډې باید عملي پایلې ولري. دغه راز د دې خونې د ولایتي چارو مرستیال، فیض‌احمد خوافي، له صنعت‌کارانو او سوداګرو وغوښتل چې د کرنې، صنعت، کانونو، تولید او انرژۍ په برخو کې د پانګونې شته فرصتونه وڅېړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره رغنده او موخه‌محورې خبرې اترې وکړي. بلخوا، د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس، کمال‌الدین توحید، د سوداګرۍ د پراختیا او پانګونې د پیاوړتیا لپاره شته فرصتونو ته په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-10 12:10:27

مهالوېش

  1. Parstoday

    د افغانستان او ایران ترمنځ د ۴۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-10 12:03:19

د افغانستان او ایران ترمنځ د ۴۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button