کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د افغانستان د والیبال غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ د روانې تلې میاشتې په ۲۲مه پیلېږي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د والیبال غوره لیګ سیالیو د پچېاچونې مراسم پرون ترسره شول. سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې چې د افغانستان د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ د روانې تلې میاشتې په ۲۲مه پیل شي. خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیګ لس لوبډلې ګډون کوي چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي. د پچه اچونې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق والیبال د افغانستان له مخکښو او غوره ورزشونو څخه وباله او ویې ویل چې دغه ورزش په هېواد کې د پام وړ وده کړې او په ټولو ولایتونو کې مینوال لري. هغه د والیبال ملي فدراسیون هڅې وستایلې او د ۲۰۲۴ کال د مرکزي اسیا (کافا) جام سیالیو کې یې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې دویم مقام خپلول د ستاینې وړ وبلل. وثیق د افغانستان د ورزش په وده کې د ملي سپورټ هڅې هم وستایلې او مننه یې ترې وکړه چې د هېواد ورزشي سیالۍ یې په ژوندۍ بڼه په ښه توګه تر هېوادوالو رسولي دي. ورته مهال، د راډیو عمومي ریاست مرستیال مولوي ضیاالحق حقمل د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د تلې په ۲۲مه د افغانستان د والیبال غوره لیګ پنځم پړاو پیلېږي
سرچینې
Afghan sources
د تلې په ۲۲مه د افغانستان د والیبال غوره لیګ پنځم پړاو پیلېږي