Summary: د نیمروز ولایت د زرنج ـ دلارام پر لویه لار په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل محمد قدرت باختراژانس ته ویلي، چې لومړۍ پېښه د یادې لویې لارې د عمومي کنډک د لومړي ټولي اړوند د انتنانو پوستې په سیمه کې د یوه مازدا ډوله موټرد چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې درې تنه ټپیان شوي او په وخت سره د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.نوموړي زیاته کړې، چې دویمه پېښه د یاد کنډک د درېیمې ټولۍ اړوند د اسحاق زي پوستې په سیمه کې رامنځه شوې او له امله یې یو ۱۳ کلن ماشوم مړ شوی دی.د یادونې وړده، چې د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او چټکتیا ښودل شوې ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
نیمروز کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سرچینې
Afghan sources
نیمروز کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې