کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان، اوزبېکستان او هند د خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې خونې په نوښت، د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړۍوال نندارتون په څنډه کې، په کابل کې د افغانستان او مېلمه هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه غونډه جوړه شوې وه. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي، د ولایتي چارو مرستیال فیضاحمد خوافي، د دې خونې نور مرستیالان میراجان سلیمانخېل او ارین زړګي عظیمي، د مدیره پلاوي غړو، د عامل پلاوي سرپرست او مرستیالانو، په کابل کې د قزاقستان سفیر، د اوزبېکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د هند، ترکمنستان، قرغېزستان، قزاقستان او نورو مېلمه هېوادونو ډیپلوماټیکو او سوداګریزو استازو ګډون کړی و. خبرپاڼه زیاتوي چې په یده غونډه کې د افغانستان، اوزبېکستان او هند خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ارین زړګي عظیمي د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د افغانستان، اوزبېکستان او هند خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
Sources
Afghan sources
د افغانستان، اوزبېکستان او هند خصوصي سکټورونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې