د طالبانو د سرپرست حکومت یوه مطرح څېره او د دوحې په مذاکراتو کې د دې ډلې د پلاوي پخواني غړي شهابالدین دلاور ویلي، سیاسي مخالفین یې د اندېښنې وړ نه دي او له هغوی سره هېڅ ډول خبرې اترې نه کوي. دلاور چې اوس د افغاني سرې میاشتې د ریاست مسؤلیت پر غاړه لري، ویلي، سیاسي مخالفینو سره خبرې کول هغوی ته سیاسي حیثیت ورکول دي او دا کار ناشونی دی؛ ځکه د نوموړي په وینا، د مخالفینو شمېر لږ دی او د خبرو اترو لپاره سیاسي وزن نه لري. نوموړي ادعا کړې چې د دوحې په هوکړهلیک کې د ښځو د حقونو او ټولګډونه حکومت د جوړولو یادونه نه ده شوې. هغه همداراز ویلي، د ملا هبتالله د فرمان له مخې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز تر بل امر پورې دوام لري. د دلاور دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو پلاوي د دوحې په غونډه کې د افغانستان په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د ټولو قشرونو پر ونډې ټینګار کړی و. د دوحې په یوه بله غونډه کې هم په څرګنده ویل شوي وو چې افغان ښځې د شرعي اصولو له مخې د دوکتورا تر کچې د زدهکړو حق لري. له سیاسي مخالفینو سره د هر ډول خبرو ردول او د هغوی د شمېر کم ګڼل په داسې حال…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
دلاور: سیاسي مخالفانو سره هیڅ ډول خبرې نه کوو