Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره کتلي دي. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د افغانستان له روغتیايي سيسټم سره د دوامدارې همکارۍ، د ساري ناروغیو مخنیوي او په راتلونکي کې د روغتیا په برخه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې. د عامې روغتیا وزیر په هېواد کې د ولسوالیو په کچه روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او په روغتیایي برخه کې د اسلامي هېوادونو له حکومتونو سره د هوکړه لیکونو لپاره د زمینې برابرولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره شریک کړي دي. هغه دغه راز د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون او قلبي څانګې لپاره د اړینو تجهیزاتو برابرولو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د عملياتونو او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په اړه د یاد سازمان له پلاوي سره خبرې کړې دي. د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي هم په یادو برخو کې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چې دغه سازمان هڅه کوي په يادو برخو کې هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ته کار وشي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د عامې روغتیا وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل
منابع
Afghan sources
د عامې روغتیا وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل