KabulSportsافغانستاندری

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په شپږاړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره… — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-12 11:02:39🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په کوربه‌توب په شپږ اړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللې ده. د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د برازیل، جاپان، اندونیزیا، پرو او کپ‌ورده هېوادونو فوټسال لوبډلې ګډون لري. سرچینه زیاتوي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د جاپان او پیرو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي. یاد ریاست لیکلي، دغه سیالۍ د اکټوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې د برازیل د پارانا ایالت په «سائو ژوزه دوس پینهایس» ښار کې ترسره کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-12 11:02:39

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په شپږاړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره برازیل ته تللې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-12 15:29:39

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په شپږاړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره برازیل ته تللې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button