Politicsافغانستانپښتونیمروز

د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته په زرنج کې یو شمېر تړلي… — Pajhwok

روان خبرPoliticsنیمروز1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-12 11:20:03🎙 راډیو واورئ

زرنج (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته، په زرنج کې دوه هغه ښوونځي بېرته فعال شول چې د تړل کېدو ستونزې یې په دغو راپورونو کې رااخیستل شوې وې؛ د نیمروز د پوهنې ریاست وایي، په دغه ښار کې یې دوه نور تړلي ښوونځي هم فعال کړي دي. پژواک مخکې په دوو جلا راپورونو کې د زرنج ښار د یو شمېر کلیو د اوسېدونکو ښوونیزې ستونزې او له زده‌کړو د ماشومانو بې‌برخې پاتې کېدل رااخیستي وو؛ اوس هغه دوه ښوونځي بېرته فعال شوي چې د سیمې اوسېدونکو یې په یادو راپورونو کې له تړل کېدو شکایت کړی و. د «علیم‌خان شورو» ښوونځی له کلونو وروسته بېرته فعال شو پژواک د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په دویمه راپور ورکړی و چې د نیمروز ولایت د مرکز زرنج په شپږو کلیو کې یوازې د «علیم‌خان شورو» په نوم یو لومړنی ښوونځی شته، خو د ښوونکو د نشتوالي له امله له څلورو کلونو راهیسې تړلی دی؛ له همدې امله د دغو کلیو ډېری ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې وو او یو شمېر نور اړ وو چې ښوونځي ته د تلو لپاره اوږده لار ووهي. اوس د دغه راپور له خپرېدو شاوخوا لس میاشتې وروسته، یاد ښوونځی بېرته فعال شوی او د زده‌کوونکو د نوم‌لیکنې لړۍ په‌کې روانه ده. د نیمروز د پوهنې ریاست مرستیال مولوي عبدالغني شفیق وایي،…

لنډ معلومات

ځاینیمروز
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-12 11:20:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته په زرنج کې یو شمېر تړلي ښوونځي بېرته فعال شول

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-12 15:49:02

د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته په زرنج کې یو شمېر تړلي ښوونځي بېرته فعال شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button