KabulSportsافغانستاندری

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله عمان ته ولاړه — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-12 13:12:49🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله له عمان او بنګله‌دېش سره د یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو په موخه عمان ته ولاړه. د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن ماسپښین د عمان په لوري وخوځېده. سرچینې زیاته کړې چې افغان لوبډله به لومړی د بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې سره څلور یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي او وروسته به د عمان له لوبډلې سره دوه یو ورځنۍ لوبې وکړي. د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ د څلورو یو ورځنیو سیالیو لړۍ به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۶مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۳مې به دوام وکړي. افغان لوبډله به له بنګله‌دېش سره د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته د اکټوبر په ۲۷مه او ۳۰مه د عمان له لوبډلې سره دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې تر دې مخکې ټاکل شوې وه د افغانستان او بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي، خو د افغان لوبغاړو د ویزو په پروسه کې د ستونزو شتون او ناوخته راتلو له امله د سیالیو شمېر څلورو ته راکم شو. د یادونې ده، چې افغان لوبډله به له…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-12 13:12:49

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله عمان ته ولاړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-12 17:41:09

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله عمان ته ولاړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button