Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس آخندزاده او مل پلاوي، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې د انرژۍ د ۱۷م نړیوال فورم په څنډه کې؛ د انرژۍ له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې ده. باختر اطلاعاتي اژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ ملا محمد یونس آخندزاده په یاد نندارتون کې د انرژۍ د تولید، لېږد، وېش او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې عصري ټکنالوژي، پرمختللي تجهیزات او نړیوالو تخنیکي نوښتونه له نږدې لیدلي دي. هغه د دې لیدنې پر مهال د افغانستان د انرژۍ سکټور د مسلکي کادرونو لپاره د نړیوالو تجربو ترلاسه کول، له عصري ټکنالوژۍ سره بلدتیا او د انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پېژندل مهم بللي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د اوبو او انرژۍ وزیر په سعودي عربستان کې د انرژۍ ۱۷م فورم له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه
Sources
Afghan sources
د اوبو او انرژۍ وزیر په سعودي عربستان کې د انرژۍ ۱۷م فورم له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه