KabulPoliticsافغانستانپښتو

د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل — Bakhtar

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-13 18:37:10🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د قطر دولت له سفیر ډاکټر مردف القاشوطي سره وکتل. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر پر دوه ‌اړخیزو اړیکو په ځانګړې توګه له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو په پیاوړتیا کې د قطر د اسانتیاوو برابرولو او هڅو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې. د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مخ پر ودې وبللې او په دې برخه کې یې د قطر هڅې د ستاینې وړ یادې کړې. د قطر سفیر هم د خپل هېواد ژمنتیا او د دغو هڅو د دوام ډاډ څرګند کړ او په دې برخه کې یې رامنځته شوي پرمختګونه د هیله‌مندۍ وړ وبلل.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-13 18:37:10

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-13 14:35:12

د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button