Kabulافغانستانامنیتدری

تېره اوونۍ؛ سرحدي ځواکونو نشه‌ یي توکي کشف او په تړاو یې لسګونه… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-03 12:44:15🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د کورنيو چارو وزارت، د سرحدي ځواکونو لوی ریاست د منسوبینو له لوري د تېرې یوې اوونۍ په بهير کې د نشه‌يي توکو د کشف او د لسګونو تنو د نيولو خبر ورکړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د سرحدي ځواکونو لوی ریاست منسوبینو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د کشفي عملیاتو په پایله کې د کندهار په نړیوال هوايي ډګر کې درې زره او ۱۱۰ کیلوګرامه ومان بوټي چې د نشه‌يي توکو په پروسس کې کارول کیږي؛ کشف او ضبط کړي دي. په همدې موده کې د کابل نړیوال هوايي ډګر او د اسلام‌قلعه او سپین‌بولدک په کمېساریو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۵ تنه نیول شوي چې له ډلې یې اته تنه د جعل او تزویر، ۳۲ تنه ایستل شوي (ډیپورټ شوي) کسان او ‏پنځه تنه د نورو جرمونو په تړاو نیول شوي دي." هېره دې نه وي چې د اسلام‌کلا په کمېسارۍ کې د ۹۴۰ میلیونه ایراني تومان د قاچاق مخه هم نیول شوې او یادې پیسې د اصولو له مخې اړوندې مرجع ته سپارل شوې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-03 12:44:15

خط زمانی

  1. Bakhtar

    تېره اوونۍ؛ سرحدي ځواکونو نشه‌ یي توکي کشف او په تړاو یې لسګونه تنه نیولي دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-03 06:06:55

تېره اوونۍ؛ سرحدي ځواکونو نشه‌ یي توکي کشف او په تړاو یې لسګونه تنه نیولي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button