بلخ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانکرېټ… — Bakhtar
Summary: د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې. د مزارشریف ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سړک د ښار نهمې ناحیې اړوند، د مولانا جلالالدین محمد بلخي پوهنتون شاته موقعیت لري او ۸۴۰ متره اوږدوالی او اته متره سور لري.د نوموړي په وینا، دغه پروژه د مزارشریف ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د ښاروالۍ د انجینري ټیم د تخنیکي طرحې او ډیزاین له مخې، د ساختماني معیارونو په رعایتولو سره بشپړه شوې ده.په دې پروژه کې د سړک د بستر چمتو کول، د کانکرېټ اچونه او د سړک په دواړو غاړو کې د اوبو ویالو جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې او د سطحي اوبو د مدیریت ترڅنګ به ښاري زیربناوې پیاوړې شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بلخ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې
سرچینې
Afghan sources
بلخ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې بشپړې شوې