د «ریچ» نوښت په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په لوړو او غرنیو سیمو کې مېلیونونه کسان له سختو ژمنیو شرایطو سره مخ دي او د خوړو کمښت، د تودوخې لپاره د مناسبو سون توکو نشتوالي او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسي د خلکو لپاره جدي ننګونې رامنځته کړې دي. د دغه سازمان په وینا، کله چې یوه مور یا نوی زېږېدلی ماشوم په روغتون کې مړ شي، روغتیايي کارکوونکي د مېندو او نویو زېږېدلو د مړینې د څار او غبرګون سیسټم له لارې د پېښې بشپړه ارزونه کوي؛ څو د مړینې لامل او د روغتیايي خدمتونو ستونزې مشخصې شي.د ننګرهار ولایتي روغتون قابله فرزانه وایي: «موږ هره پېښه په یاد ساتو؛ خو کله چې سره کېنو او په دقت یې وڅېړو، پوهېږو چې په کومو برخو کې باید بدلون راشي».د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، دغه پروګرام د اسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ او د افغانستان د روغتیايي چارواکو په همکارۍ عملي کېږي. د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د دغه پروګرام له پیل راهیسې چې په ۲۰۰۳کال کې رامنځته شوی، تراوسه تر ۹۰۰ ډېر روغتیايي کارکوونکي او مدیران روزل شوي دي.دغه سازمان وایي، په ۵۰ روغتونونو کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې سلګونه پېښې ارزول شوې دي؛ څو د مړینو اصلي لاملونه او د روغتیايي خدمتونو کمزورۍ په ګوته شي.د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
راپور؛ د ژمي په درشل کې په افغانستان کې د خوړو، تودوخې او روغتیايي خدمتونو اړتیاوې زیاتېږي
سرچینې
Afghan sources
راپور؛ د ژمي په درشل کې په افغانستان کې د خوړو، تودوخې او روغتیايي خدمتونو اړتیاوې زیاتېږي