Healthافغانستاندری

پکتیا کې د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو روغتیايي پروژو… — Bakhtar

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-14 18:38:24🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هېواد د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) او خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګو د ودانیو او د سیدکرم ولسوالۍ د روغتون د نیمګړې پروژې چارې پیل کړې. په جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي وویل، چې د خلکو اړتیاوو ته په پام کې نیولو سره یې د سیدکرم ولسوالۍ روغتون او د پکتیا حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) څانګې د ودانۍ لپاره شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د یادو روغتیايي پروژو د ساتنې او پالنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، چې د سیدکرم ولسوالۍ روغتون به په مجهزو امکاناتو او څلورو برخو کې د متخصصو ډاکټرانو په شتون سره د خلکو روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه وکړي. نوموړي همدارنګه وویل، چې د پکتیا حوزوي روغتون ترڅنګ د دغه ولایت د نورو روغتونونو د امکاناتو د پراختیا لپاره هم پلانونه لري. ورته مهال د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج ګل عادل باختر اژانس ته وویل، چې د سیدکرم ولسوالۍ روغتون پروژې ته ۷۷ میلیونه افغانۍ او د پکتیا حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) څانګې د ودانۍ لپاره څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د نوموړي په وینا، همداراز د خوارځواکو ماشومانو د درملنې مرکز د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو روغتیايي پروژو د پرانیستې او د سیدکرم ولسوالۍ د روغتون د پاتې چارو د بیا پیل له امله خوښي څرګنده کړه او د روغتیايي خدمتونو د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-14 18:38:24

خط زمانی

  1. Bakhtar

    پکتیا کې د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو روغتیايي پروژو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-14 15:39:01

پکتیا کې د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو روغتیايي پروژو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button