EnglishHealthافغانستانپنجشیر

د افغانستان هسکو غرنیو سیمو کې سږنۍ لومړنۍ واورې ورېدلې – BBC News… — Bbc

DevelopingHealthپنجشیر1 SourcesUpdated: 2026-10-14 19:48:39🎙 Listen to radio

دا اوونۍ د افغانستان په هسکو غرنیو سیمو کې د سږ کال لومړنۍ واورې ورېدلي دي. که څه هم د واورې اورښت له لویه سره په ښه پال نیول کېږي خو ورسره د لارو تړل کېده او د سړې څپې له امله د خوړو او سرپناه کړاو هم مل وي. د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د سالنګ پر لویه لاره ځای ځای واوره ورېږي خو د لارو د تړل کېدو کومه سم لاسي وېره نشته. سالنګ ته په ور څېرمه پنجشیر ولایت کې هم ځايي چارواکو ویلي چې د دغه ولایت په لوړو غرنیو غاښو واورې ورېدلې دي. د پنجشیر د ولایتي ادارې ویاند سیف الدین لټون بي‌بي‌سي ته ویلي چې د واورو ورېدو له پیل سره د لرې پرتو سیمو د خلکو د خوندیتوب او اسانیو لپاره ولایتي چارواکو ناستې ولاړې کړې دي. ښاغلي لټون وویل" د یونیسف د مرکزي زون مشرې دیتري او د روغتیا د برخې مشر ښاغلي سلیمانخېل څو شېبې وړاندې پنجشیر کې له والي حافظ محمد اغا حکیم سره لیده کاته درلوده او په ساړه ژمي کې له کورنیو سره د مرستو ټینګه غوښتنه وشوه." ښاغلي لټون وویل چې دوی ځکه وار دمخه د مرستو او پاملرنې غوښتنه کوي چې د ژمي په سختېدو "تل فرعي لارې او درو ته ورغلي سړکونه تړل…

Quick facts

Locationپنجشیر
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-14 19:48:39

Timeline

  1. Bbc

    د افغانستان هسکو غرنیو سیمو کې سږنۍ لومړنۍ واورې ورېدلې – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-10-14 12:02:22

د افغانستان هسکو غرنیو سیمو کې سږنۍ لومړنۍ واورې ورېدلې – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button