ګوټرش په یوناما کې د ۶۰ بستونو د حذفولو وړاندیز وکړ ګوټرش د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پېنځمې کمیټې ته د وړاندیز شوې بودجې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، د بستونو کمول د دې ټولنې په ځانګړو سیاسي ماموریتونو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده او موخه یې د کاري وړتیا لوړول او د ټاکل شویو ماموریتونو له اړتیاوو سره د سرچینو همغږي کول دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د دې ټولنې د ۲۰۲۷ز.کال د وړاندیز شوې بودجې په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ۶۰ بستونو د حذفولو وړاندیز کړی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې د دې ټولنې خپلواک څېړنیز میکانیزم ته ۳.۲ میلیون ډالره اضافي بودجه ځانګړې شي. دغه میکانیزم په افغانستان کې د ترسره شویو نړیوالو درندو جرمونو په اړه د څېړنو د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۷ز.کال لپاره وړاندیز شوې پروګرامي بودجه ۳.۳ میلیارډ ډالرو ته رسېږي، چې د ۲۰۲۶ز.کال له تصویب شوې بودجې څخه شاوخوا ۱.۲ سلنه کموالی ښيي. ګوټرش ویلي، دغه بودجه د اصلاحاتو، کاري وړتیا لوړولو، حسابورکونې پیاوړتیا او د ټاکل شویو پروګرامونو د پلي کولو لپاره د سرچینو د اغېزمنې کارونې په برخه کې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو څرګندونه کوي. دې ادارې…
Quick facts
Timeline
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
Sources
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News