کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د لغمان ولایت مربوطاتو کې د کابل– ننګرهار پر لویه لار د راستنېدونکو کډوالو لېږدوونکي ټېلر او پريوس موټرو د ټکر له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، اته ټپیان شوي او لس نور نادرکه دي. د لغمان د ترافیکو مدیت د مطبوعاتو برخې مسوول نظیفالله ابوهریره پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د کابل–جلالاباد پر لویه لار، د خیروخېلو په سیمه کې شوې ده. دی وایي، په یاده سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لېږدوونکي ټېلر او پریس موټر ټکر کړی او سیند ته لوېدلي دي. ابوهریره وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې تر دې دمه ۴ کسان مړه او اته ټپیان له سینده را ایستل شوي او ۱۰ نور لا هم نادرکه دي. دی زیاتوي، د نادرکه شوو کسانو موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات په دوامداره توګه روان دي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
لغمان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه، اته ټپیان او لس نور نادرکه دي
Sources
Afghan sources
لغمان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه، اته ټپیان او لس نور نادرکه دي